11 چې د مالِک خُدائ يوه فرښته د خوشبويۍ د قربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه.
هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.
فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.
هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“
خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى.
چې ناګهانه د مالِک خُدائ فرښته د هغوئ په وړاندې راڅرګنده شوه او د مالِک خُدائ نُور د هغوئ چارچاپيره خور شو او هغوئ يرې واخستل.
خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل،
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
بيا هغه شپږمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو آواز واورېدو چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړ د سرو زرو د قربانګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو.
د مالِک خُدائ فرښته هغې ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”تۀ هيڅکله د بچو د پېدا کېدو جوګه شوې نۀ يې، خو تۀ به زر اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى.
منوحه چې کوم سوال کړے وو نو خُدائ پاک هم هغه شان وکړل او چې کله هغه ښځه په پټو کښې ناسته وه نو د خُدائ پاک هغه فرښته ورله واپس راغله، خو د هغې خاوند منوحه د هغې سره نۀ وو.