9 د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربانګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
د قربانګاه برنۍ برخه اووۀ فټه اوچته وه چې قربانى به په کښې سوزولے کېدله او د هغې په هر يو ګوټ کښې يو يو ښکر لګولے شوے وو.
تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربانګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربانګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ.
بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربانګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربانګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى.
اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى.
اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى.
موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.
بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربانګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.
هغه ځناور يې حلال کړو کوم چې د هغۀ د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره وو. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه، نو هغۀ د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.
هغۀ غوَيے او ګډ د خلقو دپاره د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه او هغۀ د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې واچوله.
نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.