Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 9:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 بيا هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”قربان‌ګاه ته لاړ شه او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه پېش کړه چې ستا او د خلقو دپاره کفاره ادا شى. د خلقو دپاره نذرانه پېش کړه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 9:7
12 Iomraidhean Croise  

چې کله هارون غوَيے د خپلې ګناه او د خپل خاندان د ګناه دپاره د نذرانې په توګه قربانى کړى،


هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.


هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى.


کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.


چې نن مونږ څۀ وکړل نو مالِک خُدائ مونږ له د دې کولو حُکم راکړے دے، چې ستاسو د ګناه کفاره ادا کړُو.


هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے.


هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.


نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى.


خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.


نو ما دا قسم کړے دے چې د دې سختې ګناه د لرې کولو دپاره به هيڅ قربانى او نذرانه د عيلى د خاندان دپاره کافى نۀ وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan