6 موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“
چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.
د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو.
هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى.
او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.
موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو.
هغوئ هر څۀ د مقدسې خېمې مخې ته راوړل چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو او د مالِک خُدائ د عبادت دپاره ټول قوم هلته راغونډ شو.