23 موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو.
کله چې سليمان بادشاه خپله دُعا ختمه کړه نو د آسمان نه اور راکوز شو او کومې نذرانې چې پېش کړے شوې وې هغه يې وسوزولې او د خُدائ پاک کور د مالِک خُدائ د حضور د جلال نه ډک شو.
چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.
موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.
او يو غوَيے او يو ګډ به د سلامتۍ د نذرانې دپاره وى. هغوئ به دا مالِک خُدائ ته قربانى کړى، د غلې نذرانه به هم وى چې تېل ورسره ګډ وى. هغوئ به خامخا داسې کوى ځکه چې مالِک خُدائ به نن هغوئ ته څرګنديږى.“
موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“
ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.
بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،
د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو.