21 او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ زما خِدمت کوونکے بنى اِسرائيل يې، ستا په وجه به زما نوم ته جلال ملاويږى.“
يو ځناور چې په خپل مرګ مړ وى يا کۀ ځنګلى ځناورو وژلے وى د هغۀ وازګه به نۀ خورئ، خو هغه د څۀ بل مقصد دپاره استعمالېدے شى.
بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى.
د هغه ځناورو په سينو يې دپاسه کېښودلې او هر څۀ يې قربانګاه ته راوړل. هغۀ وازګه په قربانګاه باندې وسوزوله
ناګهانه د هغې فرښتې سره د آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه او د خُدائ پاک دا ثنا يې ووئيله چې،
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.