18 هغۀ غوَيے او ګډ د خلقو دپاره د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه او هغۀ د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې واچوله.
د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربانګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.
او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.