17 هغۀ د غلې نذرانه پېش کړه، هغۀ يو موټے اوړۀ واخستل او په قربانګاه باندې يې وسوزول. دا د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې نه علاوه وه.
هر سحر او هر ماښام به هغوئ په قربانګاه باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولې. دا د هغه ليکلى قانون په مطابق وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.
سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو.
اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربانګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
د مقررولو د رسمونو نه پس په اتمه ورځ، هارون، د هغۀ زامن او د بنى اِسرائيلو مشران موسىٰ راوغوښتل.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى.
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.