15 د هغې نه پس، هغۀ د خلقو نذرانې پېش کړې. چېلے يې بوتلو کوم چې د خلقو د ګناه دپاره پېش کولے شو، حلال او پېش يې کړو، هم هغه شان چې څنګه يې د خپلې ګناه دپاره پېش کړے وو.
اِمامانو بيا چېلى حلال کړل او د دې وينه يې په قربانګاه توئ کړه چې دا د ټولو خلقو د ګناه د کفارې نذرانه شى، ځکه چې بادشاه حُکم کړے وو چې د ټول اِسرائيل دپاره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې پېش شى.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلىعزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،
بيا هغۀ دنننى اندامونه او پتُونان ووينځل او په قربانګاه باندې يې د پاتې شوې سوزېدونکې نذرانې دپاسه وسوزول.
بيا اِسرائيلو ته ووايه چې د ګناه د نذرانې دپاره يو چېلے، د يو کال سخے او د يو کال ګډُورے بوځى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، دا به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى،
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى.