12 هغه ځناور يې حلال کړو کوم چې د هغۀ د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره وو. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه، نو هغۀ د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.
هارون په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ ما د ګناه نذرانه خوړلې وے، نو مالِک خُدائ به قبوله کړې وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه او هغوئ خپله سوزېدونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مصيبتونه ما ته راپېښ شول.“
خو هغۀ غوښه او څرمن د کېمپ نه بهر وسوزوله.
بيا هغوئ هغۀ له د سوزېدونکې نذرانې يوه يوه حِصه سره د سر ورکړه او هغۀ دا په قربانګاه باندې وسوزول.
هغۀ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور هم راوستلو او د اصُولو په مطابق يې پېش کړو.
د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربانګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.