11 خو هغۀ غوښه او څرمن د کېمپ نه بهر وسوزوله.
بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.
خو هغۀ سخے، سره د څرمنې، غوښې او د کولمو يوړو او د خېمو نه بهر يې وسوزولو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربانګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.
هغه ځناور يې حلال کړو کوم چې د هغۀ د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره وو. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه، نو هغۀ د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.