Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 9:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربان‌ګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 9:10
13 Iomraidhean Croise  

پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.


بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه.


زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.


خو هغۀ غوښه او څرمن د کېمپ نه بهر وسوزوله.


د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربان‌ګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan