7 هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو.
د خپل ورور هارون دپاره د اِمامانو جامې جوړې کړه، چې هغۀ ته عزت او ښائست مِلاو شى.
هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
هغوئ به پېش بند د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه جوړوى، چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.
بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.
کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.
ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربانګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربانګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.