6 موسىٰ هارون او د هغۀ زامن مخکښې راوستل او هغوئ له يې په اوبو غسل ورکړو.
زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربانګاه نه به طواف کوم.
ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.
تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.
هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه.
هارون او د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسونه او پښې وينځى
د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قربانګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو دپاره نزدې کيږى. نو هغوئ به نۀ مړۀ کيږى.
هارون او د هغۀ زامن د خېمې دروازې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې غسل وکړى.
اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
بيا مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه مخکښې دې هارون خامخا غسل وکړى او د اِمامانو لِباس دې واغوندى، د کتان چُوغه او جانګى، پټۍ او پټکے.
نو موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کوم مالِک خُدائ د دې حُکم راکړے دے.“
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.