Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 8:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 8:35
24 Iomraidhean Croise  

او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.


د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے.


تاسو به د اووۀ ورځو دپاره هره ورځ يو چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به د رمې نه يو ځوان غوَيے او يو ګډورے هم پېش کوئ، چې درې واړه بې‌عېبه وى.


دا به د مقدسو اِمامانو، د صدوقيانو دپاره وى، څوک چې زما په خِدمت کولو کښې وفادار وُو او بې‌لارې نۀ شول څنګه چې ليويان شول کله چې بنى اِسرائيل بې‌لارې شول.


نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے.


هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.


موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربان‌ګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.


چې نن مونږ څۀ وکړل نو مالِک خُدائ مونږ له د دې کولو حُکم راکړے دے، چې ستاسو د ګناه کفاره ادا کړُو.


نو هارون او د هغۀ زامنو هغه هر څۀ وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.


هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.


هغوئ به زما د حضور په مقدسه خېمه کار کوى او د اِمامانو او د ټول قوم دپاره به ذمه وارى پوره کوى.


کله به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې د ډېر وخت دپاره ولاړه وه، نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم منلو او د هغه ځائ نه به نۀ تلل.


نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.


مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.


اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،


زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.


زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،


او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.


اے تيموتيوسه، د هغه څۀ حفاظت کوه کوم چې تا ته حواله شوے دے. او د هغه عبثو او فضولو خبرو نه لرې اوسه کوم ته چې تش په نامه عِلم وئيل کيږى.


د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې،


نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan