34 چې نن مونږ څۀ وکړل نو مالِک خُدائ مونږ له د دې کولو حُکم راکړے دے، چې ستاسو د ګناه کفاره ادا کړُو.
اووۀ ورځې به تاسو د خېمې د دروازې خولې نه نۀ ځئ، چې ستاسو د مقررولو رسمونه پوره شوى نۀ وى.
تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“
څوک چې د نسبى اصُولو په مطابق نه، بلکې د غېر فانى ژوندون د قوت په مطابق اِمام مقرر شو.
او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.