33 اووۀ ورځې به تاسو د خېمې د دروازې خولې نه نۀ ځئ، چې ستاسو د مقررولو رسمونه پوره شوى نۀ وى.
د هارون کوم زوئ چې د هغۀ په ځائ اِمام شى او چې هغه زما د حضور خېمې ته د خِدمت دپاره ننوځى نو هغه به دا لِباس اووۀ ورځې اغوندى.
د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے.
هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.
د کوم سړى چې د ذکر نه اوبۀ ځى او هغه روغ شى نو د هغې نه پس، هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به خپلې جامې ووينځى او د چينې په تازه اوبو کښې به غسل وکړى او هغه به پاک شى.
چې نن مونږ څۀ وکړل نو مالِک خُدائ مونږ له د دې کولو حُکم راکړے دے، چې ستاسو د ګناه کفاره ادا کړُو.
هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.