32 کومه غوښه يا روټۍ چې پاتې وى نو هغه وسوزوئ.
تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.
کۀ څۀ غوښه يا څۀ روټۍ تر سحره پورې پاتې شى، نو هغه به سوزولے شى، هغه به نۀ شى خوړلے، ځکه چې مقدسه ده.
د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
څۀ غوښه چې پاتې وى نو هغه دې په درېمه ورځ وسوزولے شى.
اووۀ ورځې به تاسو د خېمې د دروازې خولې نه نۀ ځئ، چې ستاسو د مقررولو رسمونه پوره شوى نۀ وى.
ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.