Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 8:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل، ”دا غوښه د مالِک خُدائ د حضور خېمې خولې ته يوسئ، وې يشوئ او د هغې روټۍ سره يې وخورئ کومه چې د مقررولو نذرانې په ټوکرۍ کښې ده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 8:31
12 Iomraidhean Croise  

”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى.


د خاورې په کوم لوښى کښې چې غوښه يشولے شوې وى هغه دې مات کړے شى او کۀ د زېړو لوښے استعمال شوے وى، نو هغه دې ومږلے شى او په اوبو کښې دې کنګال کړے شى.


د سلامتۍ د نذرانې غوښه دې خامخا هم په هغه ورځ وخوړلے شى چې په کومه ورځ هغه قربانى کيږى، تر بل سحر پورې دې د هغې نه هيڅ څيز پاتې نۀ شى.


ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.


زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“


زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan