Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 8:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او زما د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته ټول قوم راوغواړه چې هلته راغونډ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 8:3
16 Iomraidhean Croise  

نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَت‌يعريم نه يروشلم ته راوړى.


نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو.


په دوېمه مياشت کښې د خلقو يو لوئ شمېر په يروشلم کښې راغونډ شو چې د پتيرې روټۍ اختر وکړى.


نو دا ټول خوشحاله وُو، د يهوداه خلق، اِمامان، ليويان، هغه خلق چې کوم د شمالى طرف نه راغلى وُو او هغه مسافر کوم چې په اِسرائيل او يهوداه کښې پاخۀ دېره شوى وُو.


بيا سليمان بادشاه د قبيلو او د بنى اِسرائيلو د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې په يروشلم کښې راغونډ شى، او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه يوسى.


سليمان بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق په مخکښې راغونډ شول او دومره ډېر ګډان او څاروى يې حلال کړل چې هغه د شمېر نه بهر وُو.


تر اوومې مياشتې پورې ټول بنى اِسرائيل په خپلو ښارونو کښې دېره شول. د دې مياشتې په اوله ورځ هغوئ ټول په يروشلم کښې د اوبو دروازې سره دننه د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. هغوئ عزرا عالِم ته ووئيل چې د موسىٰ د شريعت هغه کِتاب راوړى کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.


زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم، د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.


اِمام به هغه کس او دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى.


”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.


موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او چې کله ټول قوم هلته راغونډ شو،


”هغه امسا واخله چې کومه د لوظ صندوق مخې ته ده او بيا تۀ او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه او د هغې نه به اوبۀ راوځى. نو داسې تۀ به د خلقو دپاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې او هغوئ او د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“


د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کوهے دے چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راغونډ کړه او زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“


بيا د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړه او ليويان زما د حضور خېمې په مخکښې ودروه.


د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan