Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 8:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 بيا موسىٰ هغه سينه واخستله او مالِک خُدائ ته يې د يوې خاص تُحفې په توګه پېش کړه. دا د موسىٰ د مقررولو په ګډ کښې حِصه وه. موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 8:29
6 Iomraidhean Croise  

موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.


هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan