Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 8:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 موسىٰ دا هر څۀ د هغوئ نه واخستل او په قربان‌ګاه باندې يې، د سوزېدونکې نذرانې دپاسه، د مقررولو نذرانې په توګه وسوزول. دا په اور سوزېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 8:28
6 Iomraidhean Croise  

د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.


بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan