27 هغۀ دا هر څۀ د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېښودل، نو هغوئ دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړل.
د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى.
موسىٰ دا هر څۀ د هغوئ نه واخستل او په قربانګاه باندې يې، د سوزېدونکې نذرانې دپاسه، د مقررولو نذرانې په توګه وسوزول. دا په اور سوزېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.