16 موسىٰ په کولمو پرته ټوله وازګه، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرتې وى، دا هر څۀ يې واخستل او په قربانګاه باندې يې وسوزول.
د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ.
بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربانګاه باندې ما ته وسوزوه.