Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 8:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بيا موسىٰ د ګناه د نذرانې دپاره هغه سخے راوستو او هارون او د هغۀ زامنو د دې په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 8:14
17 Iomraidhean Croise  

زۀ به په قربان‌ګاه باندې څربه څاروى پېش کړم، او دې سره به غوَيان او چېلۍ هم قربانى کړم.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


تاسو به يو ځوان سخے د ګناه د نذرانې دپاره اِمامانو له ورکړئ، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى، او څوک چې زما وړاندې خِدمت کوى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربان‌ګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربان‌ګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ.


په کومه ورځ چې هغه د مقدس کور دننه دربار ته ځى چې هلته په مقدس ځائ کښې خِدمت وکړى، هغه دې د خپل ځان دپاره د ګناه نذرانه پېش کړى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.


خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى.


هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى.


د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى.


”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.


ليويان به بيا خپل لاسونه د دوو غوَيانو په سرونو کېږدى، يو به د ګناه نذرانې په توګه او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د دې دپاره چې د ليويانو کفاره ادا شى.


او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan