12 موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.
بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه.
د مقدسې خېمې د دروازې د خولې نه مۀ ځئ ګنې مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو.
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.
مالِک خُدائ په هغه ورځ چې کله هغوئ په تېلو سره مسح کړل حکم ورکړے وو چې بنى اِسرائيل به دا برخه همېشه اِمامانو له ورکوى.
موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربانګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.