10 بيا موسىٰ د غوړولو تېل واخستل او د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه او چې په هغې کښې څۀ هم وُو په هغې باندې يې ولګول، نو هغۀ دا هر څۀ مالِک خُدائ ته مخصوص کړل.
دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې برخه ده چې هارون او د هغۀ زامنو له ورکړے شوه چې په کومه ورځ هغوئ د اِمامانو په توګه مقرر شول.
”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.