Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د غلې هره يوه نذرانه کومه چې په تنور کښې يا لوښى يا په تبخى پخيږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:9
12 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت د شام بادشاه حِزائيل د جات په ښار باندې حمله وکړه او هغه يې فتح کړو، بيا هغۀ په يروشلم باندې د حملې کولو فېصله وکړه.


هغوئ به د غلو نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې خورى، او هر څۀ چې په بنى اِسرائيلو کښې مالِک خُدائ ته وقف شوى وى هغه به د هغوئ وى.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى چې په دې مختلفو ګناهونو کښې يې کومه ګناه هم کړې وى نو هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.


خو د غلې هغه ټولې نذرانې چې پخې شوې نۀ وى، کۀ په تېلو غوړې وى يا سپورې وى، هغه د هارون د خاندان د ټولو اِمامانو دى او يو برابر دې په هغوئ باندې وويشلے شى.


اِمام چې د چا دپاره سوزېدونکې نذرانه پېش کوى نو د هغه ځناور څرمن به د هغه اِمام وى.


ډېرې مقدسې نذرانې کومې چې په قربان‌ګاه نۀ سوزولے کيږى، هغه ستاسو دى، د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې، د ګناه د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مقدسې نذرانې په توګه پېش کيږى هغه ستا او ستا د زامنو دى.


ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربان‌ګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟


ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟


د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan