8 اِمام چې د چا دپاره سوزېدونکې نذرانه پېش کوى نو د هغه ځناور څرمن به د هغه اِمام وى.
نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.
خو د سخى غوښه، څرمن او د هغۀ سوټې د خېمو نه بهر وسوزوه. دا د اِمامانو د ګناه معاف کېدلو دپاره يوه نذرانه ده.
بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى،
خو هغه به د دې څرمن، ټوله غوښه، سر، پښې، دنننى اندامونه سره د کولمو،
د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.
د غلې هره يوه نذرانه کومه چې په تنور کښې يا لوښى يا په تبخى پخيږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده.
ټوله غوا، سره د څرمنې، غوښې، وينې او کولمو، به د اِمام په مخکښې وسوزولے شى.
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.