Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د اِمامانو د کورَنو هر نر کس دا خوړلے شى، خو دا به خامخا په يو مقدس ځائ کښې خوړلے شى، ځکه چې دا ډېره مقدسه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:6
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،


بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى.


د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مقدسه ده.


اِمام به هغه ټول مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه په قربان‌ګاه وسوزوى. دا د ګناه د تاوان نذرانه ده.


کۀ چرې يو سړے د قربانۍ نه مقدسه غوښه په خپله لمنه کښې واچوى او چرته يې وړى، او د هغۀ لمن روټۍ يا ترکارۍ، ميو، تېلو يا نور د خوراک څيزونو سره ولګى، آيا دا څيزونه به هم مقدس شى؟“ نو اِمامانو په جواب کښې ووئيل چې، ”نه.“


بنى اِسرائيلو ته وګورئ. ولې هغوئ د قربانيانو خوړلو دپاره په قربان‌ګاه کښې شريکيږى نه څۀ؟


ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربان‌ګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan