Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 دا اصُول د سوزېدونکې نذرانو دپاره دى، د غلې نذرانو دپاره، د ګناه نذرانو، د ګناه د تاوان د نذرانو، د مقررولو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:37
11 Iomraidhean Croise  

هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.


مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل.


کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.


په کومه ورځ چې د هارون د خاندان يو اِمام مقررولے شى نو هغه به يو کلو ښۀ اوړۀ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه پېش کوى د عامې غلې د نذرانې په شان، نيم په سحر کښې او نيم په ماښام کښې.


بيا موسىٰ دوېم ګډ راوستلو، کوم چې د اِمامانو د مقررولو دپاره وو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل.


موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د هارون د ښى غوږ په نرم ځائ، د هغۀ د ښى لاس په غټه ګوته او د هغۀ د ښۍ پښې په غټه ګوته باندې يې ولګوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan