36 مالِک خُدائ په هغه ورځ چې کله هغوئ په تېلو سره مسح کړل حکم ورکړے وو چې بنى اِسرائيل به دا برخه همېشه اِمامانو له ورکوى.
هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربانګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.
ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربانګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربانګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.