Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې برخه ده چې هارون او د هغۀ زامنو له ورکړے شوه چې په کومه ورځ هغوئ د اِمامانو په توګه مقرر شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:35
15 Iomraidhean Croise  

خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.


هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


څۀ وينه واخله چې کومه په قربان‌ګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى.


بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.


کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“


د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.


موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربان‌ګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.


ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى.


خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو.


خو تاسو په روحُ القُدس مسح کړے شوى يئ او تاسو ټولو ته د حقيقت پته ده.


کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.


ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan