Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 هغه دې دا په خپلو لاسونو په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى او مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:30
16 Iomraidhean Croise  

کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.


هغه پتُون او سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى. دا برخې به همېشه دپاره ستاسو او ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“


او مالِک خُدائ ته دې دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وى،


او مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى،


هغۀ دا هر څۀ د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېښودل، نو هغوئ دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړل.


بيا موسىٰ هغه سينه واخستله او مالِک خُدائ ته يې د يوې خاص تُحفې په توګه پېش کړه. دا د موسىٰ د مقررولو په ګډ کښې حِصه وه. موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


د هغه ځناورو په سينو يې دپاسه کېښودلې او هر څۀ يې قربان‌ګاه ته راوړل. هغۀ وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوله


او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.


بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى.


او بيا به هارون ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه ما ته وقف کړى، چې هغوئ زما خِدمت وکړى.


دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


کله هم چې يو څاروے يا ګډ قربانى کيږى، اِمام له به د دې اوږه، ژامه او دنننى اندامونه ورکولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan