28 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل
اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربانګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
هر څوک چې وينه وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. هر څوک چې يوه د سلامتۍ نذرانه پېش کوى نو د هغې يوه برخه به د خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کوى،
مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا او ستا اولاد له درکوم چې د همېشه دپاره ستاسو په حواله وى.
بيا کله چې د ګډ د اوږې غوښه ويشولے شى، اِمام به دا راواخلى او په ټوکرۍ کښې چې کومې روټۍ دى د يوې ډبلې او د يوې نرۍ روټۍ سره به يې د هغه د نذير په حيثيت کس په لاسونو کښې کېږدى چا چې قسم کړے وو.