27 هر څوک چې وينه وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
کۀ څوک د يو ځناور وازګه وخورى کوم چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کېدے شوه نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل
نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟
ساؤل ته ووئيلے شول، ”ګورئ، خلق د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کوى چې هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې ده.“ ساؤل چغه کړه، ”تاسو غدار يئ. دلته يو غټ کاڼے ما له راورغړوئ.“