Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى، د څاروو، ګډو، يا د چېلو وازګه مۀ خورئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:23
11 Iomraidhean Croise  

تاسو د خپلو څاروو او د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايساريږى او په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ.


اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربان‌ګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل


ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، او په مشکله سره خبرې ته غوږ ږدى او سترګې يې پټې کړې دى. هسې نه چې هغوئ په خپلو غوږونو واورى او په خپلو سترګو ووينى او خپل زړونه نرم کړى او ما ته واپس راوګرځى او زۀ هغوئ روغ کړم.“


راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد.


ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.


تاسو د خوراک دپاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله او د څښلو دپاره مو ورته مے پېش کول. اوس هغوئ دې راشى او ستاسو مدد دې وکړى، هغوئ دې ستاسو بچ کولو دپاره رامنډه کړى.


نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan