Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 کۀ يو کس ناپاک څيز له لاس وروړى، کۀ هغه ناپاکى د بنى آدم يا د ځناور وى او د دې نذرانې غوښه وخورى، نو هغه به نور د مالِک خُدائ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:21
31 Iomraidhean Croise  

خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.


چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره روټۍ وخورى کۀ هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“


نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟


خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“


الوتونکى حشرات ناپاک دى، تاسو د دې نه کرکه وکړئ،


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل


هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


تاسو ته پته ده چې هر څوک دا حرام کارونه وکړى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


هر څوک چې دا وخورى نو ګناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے.


کۀ څوک د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته ورکړى او زما مقدسه خېمه ناپاکه کړى او زما د مقدس نوم سپکاوے وکړى، نو زۀ به ترې نه مخ واړوم او هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


هغوئ ته ووايه چې کله ستاسو د اولاد يو کس ناپاک وى او مقدسو نذرانو ته نزدې راځى کومې چې اِسرائيلو ما ته وقف کړې وى، هغه دې بيا هيڅکله په قربان‌ګاه کښې خِدمت ونۀ کړى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به په دې عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.


د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى


هر څوک چې هم په هغه ورځ څۀ وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


خو کۀ څوک پاک نۀ وى او د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل


کۀ څوک د يو ځناور وازګه وخورى کوم چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کېدے شوه نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


هر څوک چې وينه وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


يو ناپاک کس چې څۀ څيز له هم ګوتې وروړى نو هغه به ناپاک وى او نور هر څوک چې هغه څيز له ګوتې وروړى نو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.“


خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه به نۀ شئ خوړلے، دا به خامخا حرام ګڼلے شى.


هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ.


خو ساؤل په هغه ورځ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل، ځکه چې د هغۀ خيال دا وو چې هغه د څۀ وجې نه پليت شوے دے او هغه بې‌شکه ناپاک دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan