Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کۀ چرې دا غوښه په يو ناپاک څيز پورې ولګى، نو دا دې نۀ شى خوړلے، بلکې ودې سوزولے شى. چې څوک پاک وى نو هغه دا پاتې شوې غوښه خوړلے شى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:19
12 Iomraidhean Croise  

هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى. کۀ جامې د ځناور په وينه ولړلے شى، نو هغه به خامخا په مقدس ځائ کښې وينځلے شى.


کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په درېمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګڼلے شى او چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


خو کۀ څوک پاک نۀ وى او د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.


هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.


زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.


د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى.


دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.


د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بې‌ايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan