Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په درېمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګڼلے شى او چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:18
31 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.


خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.


نو مالِک خُدائ د دې خلقو په حقله فرمائى، ”د دوئ ډېر زيات دا خوښېدل چې فضول وګرځى او زما نه واوړى او په خپل ځان يې قابو نۀ وُو. نو ځکه زۀ د دوئ نه راضى نۀ يم. او د دوئ ګناهونه به راته ياد وى، او سزا به ورله ورکړم.“


تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“


کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى.


هارون په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ ما د ګناه نذرانه خوړلې وے، نو مالِک خُدائ به قبوله کړې وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه او هغوئ خپله سوزېدونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مصيبتونه ما ته راپېښ شول.“


تاسو هغه ټول ځناور مۀ خورئ کوم چې په زمکه باندې ګرځى،


کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


کله چې تاسو د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ځناور حلالوئ، ما چې کوم اصُول درته ښودلى دى د هغې خيال ساتئ او زۀ به هغه نذرانه قبلوم.


کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بې‌شرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


کۀ يو سړے د خپلې مور خور سره يا د پلار خور سره څملى، نو هغوئ ته دې خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“


د رضاکارانه نذرانې په توګه تاسو داسې ځناور پېش کولے شئ چې هغه لنډ وى يا کۀ هغه صحيح شکل نۀ لرى، خو دا به په منښته کښې قبلېدونکے نۀ وى.


په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى.


کۀ څوک يوه داسې ګناه وکړى چې په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه يو حُکم مات کړى، نو هغه ګناهګار دے او جرمانه به ورکوى.


کۀ چرې دا غوښه په يو ناپاک څيز پورې ولګى، نو دا دې نۀ شى خوړلے، بلکې ودې سوزولے شى. چې څوک پاک وى نو هغه دا پاتې شوې غوښه خوړلے شى،


اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


دا خاص برخه به د هغې نذرانې برابره ګڼلے شى کومه نذرانه چې زميندار د نوى فصل او د انګورو د لنګرۍ نه د نوؤ شرابو نه پېش کوى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan