17 څۀ غوښه چې پاتې وى نو هغه دې په درېمه ورځ وسوزولے شى.
په درېمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو.
تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.
او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.
خو د سخى غوښه، څرمن او د هغۀ سوټې د خېمو نه بهر وسوزوه. دا د اِمامانو د ګناه معاف کېدلو دپاره يوه نذرانه ده.
کۀ څۀ غوښه يا څۀ روټۍ تر سحره پورې پاتې شى، نو هغه به سوزولے شى، هغه به نۀ شى خوړلے، ځکه چې مقدسه ده.
په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.
موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلىعزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،
چې په کومه ورځ ځناور حلال شى غوښه به يې هم په هغه ورځ يا ورپسې ورځ باندې خوړلے شى. څۀ غوښه چې د درېمې ورځې پورې پاتې وى نو هغه به خامخا سوزولے شى،
ځکه چې دا ناپاکه ده او کۀ څوک دا وخورى، نو زۀ به هغه نذرانه قبوله نۀ کړم.
او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.