Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د دې نه علاوه، هغه دې خمبيره پخې شوې روټۍ هم پېش کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:13
7 Iomraidhean Croise  

د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


تاسو چې هر کال لَو کوئ نو د خپل فصل وړومبۍ غله مالِک خُدائ ته راوړئ، خو دا دې په قربان‌ګاه باندې نۀ شى سوزولے.


هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى.


او قوم دې د دې روټۍ سره اووۀ يو کلن ګډُورى، يو غوَيے او دوه ګډان پېش کړى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. دا به د سوزېدونکې نذرانې په توګه، سره د غلې د نذرانې او د ميو د نذرانې سره مالِک خُدائ ته پېش کيږى. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“


ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan