Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 7:12
25 Iomraidhean Croise  

حزقياه خلقو ته وفرمائيل، ”اوس چې تاسو پاک شوئ، نو د مالِک خُدائ کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.“ نو خلقو خپلې قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړې او چا چې غوښتل نو هغوئ سوزېدونکې نذرانې هم راوړې.


هغۀ هغه قربان‌ګاه هم مرمت کړه چرته چې د مالِک خُدائ عبادت کېدو او چې هغۀ ورباندې د سلامتۍ نذرانې او د شکرانې نذرانې پېش کولې. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.


په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.


نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،


زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.


څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.


کۀ دا نذرانه روټۍ وى چې په تنور کښې پخه شوې وى، نو دا دې د خمبيرې نه بغېر تياره شوې وى. دا دې د اوړو نه تيارې شوې غټې روټۍ وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى يا دې نرۍ نرۍ روټۍ وى چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى.


کۀ هغه نذرانه روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، دا به د داسې اوړو نه تياره شوې وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى خو چې خمبيره په کښې نۀ وى.


کله چې تاسو مالِک خُدائ ته د شکرانې قربانى پېش کوئ، نو په هغه اصُولو عمل کوئ نو داسې به تاسو قبول شئ،


اِمامان به هغه پاتې شوې برخه وخورى. د دې نه به پتيره روټۍ پخه کړے شى او په مقدس ځائ کښې، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په دربار کښې به وخوړلے شى. دا مالِک خُدائ اِمامانو له په سوزېدونکې نذرانه کښې د هغوئ د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه د نذرانې او د ګناه د تاوان د نذرانې په شان ډېره مقدسه ده.


د سلامتۍ د نذرانې غوښه دې خامخا هم په هغه ورځ وخوړلے شى چې په کومه ورځ هغه قربانى کيږى، تر بل سحر پورې دې د هغې نه هيڅ څيز پاتې نۀ شى.


خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى.


هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو.


بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“


اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بې‌احساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.


او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.


ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan