11 دا د سلامتۍ د نذرانو دپاره اصُول دى کومې چې مالِک خُدائ ته پېش کولے شى.
حزقياه خلقو ته وفرمائيل، ”اوس چې تاسو پاک شوئ، نو د مالِک خُدائ کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.“ نو خلقو خپلې قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړې او چا چې غوښتل نو هغوئ سوزېدونکې نذرانې هم راوړې.
هغۀ هغه قربانګاه هم مرمت کړه چرته چې د مالِک خُدائ عبادت کېدو او چې هغۀ ورباندې د سلامتۍ نذرانې او د شکرانې نذرانې پېش کولې. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.
”نن ما کره د قربانۍ غوښه ده او ما خپل نذر پوره کړو.
هم داسې به د بنى اِسرائيلو د څرن د ځائ نه، د دوو سوو ګډو د رمې نه يو ګډ واخستلے شى. دا به د غلې د نذرانې، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې دپاره استعمال کړئ او د خلقو دپاره يې کفاره کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.
چې په کومه ورځ ځناور حلال شى غوښه به يې هم په هغه ورځ يا ورپسې ورځ باندې خوړلے شى. څۀ غوښه چې د درېمې ورځې پورې پاتې وى نو هغه به خامخا سوزولے شى،
کله چې تاسو مالِک خُدائ ته د شکرانې قربانى پېش کوئ، نو په هغه اصُولو عمل کوئ نو داسې به تاسو قبول شئ،
خو د غلې هغه ټولې نذرانې چې پخې شوې نۀ وى، کۀ په تېلو غوړې وى يا سپورې وى، هغه د هارون د خاندان د ټولو اِمامانو دى او يو برابر دې په هغوئ باندې وويشلے شى.
کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. هر څوک چې يوه د سلامتۍ نذرانه پېش کوى نو د هغې يوه برخه به د خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کوى،
اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.