10 خو د غلې هغه ټولې نذرانې چې پخې شوې نۀ وى، کۀ په تېلو غوړې وى يا سپورې وى، هغه د هارون د خاندان د ټولو اِمامانو دى او يو برابر دې په هغوئ باندې وويشلے شى.
چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه.
دا د سلامتۍ د نذرانو دپاره اصُول دى کومې چې مالِک خُدائ ته پېش کولے شى.
د غلې هره يوه نذرانه کومه چې په تنور کښې يا لوښى يا په تبخى پخيږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده.
دې وخت تاسو سره زيات څۀ دى دا به د هغوئ ضرورت پوره کړى، او کله چې د هغوئ سره زيات شى، نو هغوئ به ستاسو ضرورت پوره کړى، او دغه شان به تاسو کښې برابرے قائم وى.