Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربان‌ګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 6:9
10 Iomraidhean Croise  

د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


دا روټۍ د هارون او د هغۀ د اولاد ده او هغوئ به دا په يو مقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې يوه ډېره مقدسه برخه ده.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو


دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


د سبت په ورځ دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د غلې نذرانې په توګه دوه کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د څښلو نذرانه پېش کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan