Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 6:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4-5 کله چې يو کس په داسې طريقه ګناه وکړى، هغۀ چې څۀ څيز هم د غلا يا دوکې په طريقه اخستے وى نو هغه دې واپس ورکړى. په کومه ورځ چې هغه ګناهګار ثابت شى، نو هغه به خامخا د هغه څيز مالِک له پوره تاوان ورکوى او شل فيصده زيات به هم ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 6:4
20 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ، اِبراهيم ابى‌مَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“


نو تاسو به نن خامخا هغوئ له د هغوئ پټى، د انګورو باغونه، د زيتُونو ونې او د هغوئ کورونه واپس ورکوئ. او لکه کله چې مو پېسې، غله، د انګورو نوى مے او د زيتُونو تېل قرض ورکول او چې کوم سود مو ترې نه اخستے دے هغه واپس ورکړئ.“


ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى.


بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى.


هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.


بلکې د هغۀ پلار به ضرور د خپلو ګناهونو دپاره مړ شى، ځکه چې هغۀ ظلم کولو، د خپلو وروڼو نه يې غلا کوله او هغه کارونه يې کول کوم چې د هغۀ د قوم په مينځ کښې غلط وُو.


هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


لکه مثال په طور هغه خپل ضمانت واپس کړى کوم چې هغۀ د خلقو نه اخستے وى، او هر هغه څۀ واپس کړى کوم چې هغۀ پټ کړى وى، او زما په ژوند ورکونکى شريعت عمل وکړى او نور د بدۍ نه مخ واړوى، نو يقيناً هغه به ژوندے پاتې شى، مړ به نۀ شى.


کله چې هغوئ بهرنى دربار ته وځى چرته چې خلق دى، هغوئ دې هغه کپړې وباسى چې هغوئ په کښې خِدمت کولو او دا دې په مقدسو کوټو کښې پرېږدى، او نورې جامې دې واچوى، هسې نه چې هغوئ په خپلو کپړو سره خلق مقدس کړى، او د هغوئ ژوند په خطره کښې واچوى.


او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى.


هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو انسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى.


دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“


چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.


په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.


او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


هغه دې خامخا د خپلې ګناه اِقرار وکړى او چې د چا خِلاف يې جرم کړے وى نو هغه کس له دې پوره تاوان ورکړى او شل فيصده دې زيات هم ورکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan