30 خو کۀ د کوم ځناور وينه مقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى او د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره استعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کوم نه وينه اخستے شوې وى، او دا دې وسوزولے شى.
هم داسې به د بنى اِسرائيلو د څرن د ځائ نه، د دوو سوو ګډو د رمې نه يو ګډ واخستلے شى. دا به د غلې د نذرانې، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې دپاره استعمال کړئ او د خلقو دپاره يې کفاره کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.
چې د دې وينه مقدسې خېمې ته وړلے شوې نۀ وې، نو تاسو له په کار وُو چې هغه قربانى مو هلته خوړلے، چې څنګه ما حُکم درکړے وو.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو
ډېرې مقدسې نذرانې کومې چې په قربانګاه نۀ سوزولے کيږى، هغه ستاسو دى، د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې، د ګناه د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مقدسې نذرانې په توګه پېش کيږى هغه ستا او ستا د زامنو دى.
مشر اِمام د ځناورو وينه زيات مقدس ځائ ته د ګناه د کفارې په طور وړى، خو د هغوئ لاشونه د خېمې نه بهر سوزولے شى.