Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 6:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 هارون او د هغۀ زامنو ته د ګناه د نذرانې دپاره دا اصُول وښايه. د ګناه د نذرانې ځناور به د مالِک خُدائ په حضور کښې حلالولے شى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. دا يوه ډېره مقدسه نذرانه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 6:25
13 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.


هغه به دا د قربان‌ګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.


کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.


خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،


هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربان‌ګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.


هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې


د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مقدسه ده.


د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan