22 په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د هارون د اولاد هر يو کس دا نذرانه تياروى کوم چې د مشر اِمام په توګه خِدمت کوى. مالِک خُدائ ته د پېش کړے شوې قربانۍ په توګه دا به ټوله وسوزولے شى.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
هغوئ زما د خلقو د ګناه نذرانې خورى، هغوئ په دې لالچ کښې وى چې خلق ډېر ګناهونه وکړى.
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.
هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربانګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.
بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربانګاه په څنګ کښې به يې واچوى.
بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى.
دا به په تېلو کښې ګډ شى، په تبخى به پاخۀ کړے شى او چُورى به کړے شى او د غلې د نذرانې په توګه به پېش کړے شى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.
د اِمام د غلې د نذرانې يوه برخه به هم نۀ شى خوړلے، ټوله به خامخا سوزولے شى.
بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول او موسيره ته لاړل. او هلته هارون په حق ورسېدو او دفن شو او د هغۀ زوئ اِلىعزر د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو.
پخوا د رِواج په مطابق د اِمامانو شمېر زيات وو ځکه چې مرګ هغوئ د خدمت کولو په عُهده قائم پرې نۀ ښودل.